د ایرنا د بهرنیو سیاستونو د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت او اټومي انرژۍ سازمان نن پنجشنبه د غبرګولي په ۲۲مه، په یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په حکام شورا کې د امریکا او دریو اروپایي هیوادونو لخوا د پریکړه لیک تصویب وغانده او دا اقدام یې د سیاسي موخو پر بنسټ او له تخنیکي او حقوقي اساس پرته، له دې شورا څخه بیاځلې ابزاري استفاده وبلله.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی: د ایران اسلامي جمهوریت تل خپلو پادماني ژمنو ته ژمن پاتې شوی دی او تر اوسه د ادارې په هیڅ راپور کې د ایران لخوا خپلو ژمنو ته د نه ژمنتیا او یا د ایران په اټومي موادو او فعالیتونو کې د انحراف یادونه نه ده شوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت او اټومي انرژۍ سازمان زیاتوي: که څه هم موږ د ادارې راپور یو بشپړ سیاسي او یو اړخیز راپور ګڼو، خو دغو څلورو هیوادونو ان له دې هم پښه وړاندې ایښې او داسې پریکړه لیک یې تنظیم کړی چې اصلي مواد یې د عمومي منشي له هماغه سیاسي راپور سره هم په ټکر کې دي. له کومه ځایه چې دا هیوادونه خپلې سیاسي موخې تعقیبوي او د ایران په روانو اټومي فعالیتونو کې یې کوم مبهم ټکی ونه موند، نو د ۲۵ کلونو څخه د زیاتې مودې پخوانیو ادعاوو ته یې مخه کړه او هڅه یې وکړه چې ځینې یې بیا راپورته کړي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشتې د ادارې د پریکړه لیک له مخې د تیرو وختونو ټولې ادعاوې پای ته رسیدلې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي: د دغو څلورو هېوادونو دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې دوی د اټومي وسلو د نه خپرولو له تړون څخه د صهیونیستي رژیم بهر پاتې کېدو او د اټومي وسلو په شمول د ډله ییزې وژنې وسلو پروګرام پراختیا په وړاندې چوپه خوله پاتې دي.
همدارنګه یې د تړون د غړو هېوادونو پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو د برید لپاره د دغه رژیم د ګواښونو په اړه هم هیڅ اقدام نه دی کړی.
له بلې خوا، امریکا، انګلستان او فرانسې د اټومي وسلو د نه خپرولو د تړون د شپږمې مادې له مخې د اټومي بې وسلې کولو خپلې ژمنې نه دي پوره کړې او آلمان هم د دغو وژونکو او غیر انساني وسلو کوربه دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: د دغو څلورو هیوادونو دې اقدام د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې اعتبار او حیثیت په بشپړه توګه تر پوښتنې لاندې راوستی او د دې نړیوالې ادارې سیاسي ماهیت یې له پخوا ډیر روښانه کړی دی. له داسې هیواد سره چې تل خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوی او له ادارې سره یې پراخه همکاري درلودلې، دا ډول سیاسي چلند موږ دې پایلې ته رسوي چې د تعامل او همکارۍ سیاست برعکس پایلې لري. په همدې تړاو، موږ د حکام شورا له هغو غړو هیوادونو څخه چې دې پریکړه لیک ته یې منفي یا ممتنع رایه ورکړې مننه کوو، او د هغو هیوادونو سیاسي اقدام غندو چې مثبت رایه یې ورکړې ده.
په پای کې ټینګار شوی: لکه څنګه چې مو مخکې هم اعلان کړی و، د ایران اسلامي جمهوریت د دې سیاسي پریکړه لیک ځوابولو پرته بله چاره نه لري.
په همدې تړاو، د اټومي انرژۍ سازمان د رئیس لخوا په یوه امن ځای کې د بډاینې د نوي مرکز جوړولو، او د شهید ډاکټر علیمحمدي (فردو) د بډاینې په مرکز کې د لومړي نسل ماشینونو پر ځای د شپږم نسل پرمختللو ماشینونو د نصبولو لازمې لارښوونې صادرې شوې دي.
نور اقدامات هم تر پلان لاندې دي چې وروسته به اعلان شي.
پای.
Your Comment