د ایرنا د بهرنیو سیاستونو ډلې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په حکام شورا کې د دغه هیواد د اټومي دوسیې تر څېړنې لاندې نیولو په درشل کې، په ایکس شبکه کې د اروپا د درې اړخیزې ډلې (ترویکا) د ناسم چلند په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: دریو اروپايي هیوادونو اوه کاله فرصت درلود چې د برجام (اټومي تړون) له مخې خپلې ژمنې پلې کړي. دوی په دې برخه کې په بشپړه توګه پاتې راغلل؛ که په قصدي توګه وي او که د ناتوانۍ له امله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د دې پر ځای چې د پښېمانۍ یا ډیپلوماسۍ ته د اسانتیا برابرولو کومه نښه وښيي، نن درې اروپايي هیوادونه د یوې مسخره کوونکې غوښتنې په مطرح کولو سره چې ایران باید د مقابل لورو د نه ژمنتیا په غبرګون کې د برجام په چوکاټ کې له خپل قانوني حق څخه د استفادې له امله مجازات شي، د تقابل اور ته لمن وهي.
عراقچي اروپايي هیوادونو ته خپل پخواني خبرداري ته په اشارې سره وویل: د دغو دریو هیوادونو یوه بله لویه ستراتیژیکه تېروتنه به ایران دې ته اړ کړي چې قاطع غبرګون وښيي. د دې وضعیت بشپړ او مطلق مسؤلیت به د هغو بدخواه لوبغاړو پر غاړه وي چې پخپله یې د خپل اعتبار د له منځه وړلو لامل شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، دریو اروپايي هیوادونو، انګلستان، فرانسې او آلمان، چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام پر وړاندې د فضا جوړونې په دوام د حکام شورا په غونډه کې د نوي پرېکړه لیک د تصویب په لټه کې دي، د دې ادعا په بیانولو سره چې د ایران او امریکا له مذاکراتو هرکلی کوي، ادعا وکړه چې تهران باید په محسوسو اقداماتو سره ډیپلوماټیک حل ته خپله ژمنتیا وښيي.
پای.
Your Comment