عراقچي: د دریو اروپايي هیوادونو ستراتیژیکه تېروتنه به ایران قاطع غبرګون ته اړ کړي

کابل-ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دغو دریو هیوادونو یوه بله لویه ستراتیژیکه تېروتنه به ایران دې ته اړ کړي چې قاطع غبرګون وښيي او څرګنده یې کړه: د دې وضعیت بشپړ او مطلق مسؤلیت به د هغو بدخواه لوبغاړو پر غاړه وي چې پخپله یې د خپل اعتبار د له منځه وړلو لامل شوي دي.

د ایرنا د بهرنیو سیاستونو ډلې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په حکام شورا کې د دغه هیواد د اټومي دوسیې تر څېړنې لاندې نیولو په درشل کې، په ایکس شبکه کې د اروپا د درې اړخیزې ډلې (ترویکا) د ناسم چلند په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: دریو اروپايي هیوادونو اوه کاله فرصت درلود چې د برجام (اټومي تړون) له مخې خپلې ژمنې پلې کړي. دوی په دې برخه کې په بشپړه توګه پاتې راغلل؛ که په قصدي توګه وي او که د ناتوانۍ له امله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د دې پر ځای چې د پښېمانۍ یا ډیپلوماسۍ ته د اسانتیا برابرولو کومه نښه وښيي، نن درې اروپايي هیوادونه د یوې مسخره کوونکې غوښتنې په مطرح کولو سره چې ایران باید د مقابل لورو د نه ژمنتیا په غبرګون کې د برجام په چوکاټ کې له خپل قانوني حق څخه د استفادې له امله مجازات شي، د تقابل اور ته لمن وهي.

عراقچي اروپايي هیوادونو ته خپل پخواني خبرداري ته په اشارې سره وویل: د دغو دریو هیوادونو یوه بله لویه ستراتیژیکه تېروتنه به ایران دې ته اړ کړي چې قاطع غبرګون وښيي. د دې وضعیت بشپړ او مطلق مسؤلیت به د هغو بدخواه لوبغاړو پر غاړه وي چې پخپله یې د خپل اعتبار د له منځه وړلو لامل شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، دریو اروپايي هیوادونو، انګلستان، فرانسې او آلمان، چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام پر وړاندې د فضا جوړونې په دوام د حکام شورا په غونډه کې د نوي پرېکړه لیک د تصویب په لټه کې دي، د دې ادعا په بیانولو سره چې د ایران او امریکا له مذاکراتو هرکلی کوي، ادعا وکړه چې تهران باید په محسوسو اقداماتو سره ډیپلوماټیک حل ته خپله ژمنتیا وښيي.

پای.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .