د کابل او تهران چارواکو د افغان کډوالو د راستنیدو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث وکړ/ د ایران د میلمه پالنه وستایل شوه

کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سلاکار د افغان کډوالو د راستنیدو لپاره د وضعیت او اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو شنبه، د وری په ١٦مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد رضا بهرامي او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علي رضا بیګدلي سره ولیدل.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، افغان کډوالو وضعیت او د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د اسانتیاوو پر برابرولو بحث وکړ.

مولوي عبدالکبیر په غونډه کې وویل: افغانستان او ایران دوه دوست او  ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ایران د لوړپوړو چارواکو تکراري سفرونه دا ښيي چې ایران د افغانستان سره مثبتې او دوستانه اړیکې غواړي.

هغه له افغان کډوالو سره د ایران د مرستو او کوربه توب ستاینه وکړه او ویې ویل، ایران او پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوي دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره په چلن کې له لا زیات زغم او نرمۍ کار واخلي.

عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت غواړي چې کوربه هېوادونه افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو هغوی په داوطلب ډول هېواد ته راستانه شي. د دې لپاره اسلامي امارت ۴۶ ښارګوټي طرحه جوړه کړي چې په ځینو یې عملاً کار روان دی.

نوموړي وړاندیز وکړ چې د کډوالو چارو وزارت او د ایران اړوند چارواکي باید ګډې ناستې ولري، څو د افغان کډوالو د بېرته رلستنېدو لپاره تفاهم ته ورسېږي. هغه وویل، اسلامي امارت د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ایران کې د اقامې قانوني موده یې پای ته رسېدلې، قانوني اسنادو د برابرولو لپاره یو میکانیزم چمتو کوي، تر څو هغوی ته د پاتې کېدو قانوني زمینه برابره شي.

همداراز بهرامي، تهران ته د سفر لپاره مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړه او ویې ویل، له سفر وړاندې که د کډوالو د بېرته راستنېدو د څرنګوالي په اړه یو ګډ تفاهم ته  د رسېدو لپاره خپله طره له مخکې څخه شریکه شي دا به د کار له بهبود سره اساسي مرسته وکړي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .