د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د کار د پیل تړون لاسلیک شو

کابل – ایرنا- د افغانستان د حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د واخان د جغلي سړک د دویم فاز د کار د پیل تړون له یوه کورني خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده نن پنجشنبه د کب په ۲۳مه د بدخشان ولایت د واخان د جغلي سړک د دویم فاز د جوړولو تړون له افغان صداقت شرکت سره لاسلیک کړ.

 د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست د دغه سړک په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: دا چې یادې سیمې ته هیڅ پاملرنه نه وه شوې او اوسیدونکي يې له ټولو اسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شوي نو اسلامي امارت په دې سیمه کې د سړک جوړولو تکل وکړ چې له نیکه مرغه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په هلو ځلو د دغه سړک د لومړي فاز چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسیدلی او یوازې ساختماني چارې یې د هوا د سړیدو له کبله ځنډیدلي چې د هوا په ښه کیدو سره به يې چارې بیاځلې پيل شي.

 هغه زیاته کړه: نن خوښي ځای ده چې د دغه سړک د دوهم فاز د جوړولو د قرارداد لاسلیک کولو شاهدان یو او چارې به یې ډیر ژر په رسمي بڼه پیل شي او دغه سړک به د هېوادوالو لپاره د تګ را تګ اسانتیاوې برابرې او په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو لپاره په ټرانزیټي لاره بدله او اقتصادي ارزښت ولري.

 د ایرنا د خبر له مخې، یاد سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی، شاوخوا ۸ متره سور او د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې د کار په جریان کې به يې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې واخان په یوه سوداګریزه لاره بدله شي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .