کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سه شنبې د غوايي ۴ مه په خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو او د وروستيو سيمه ييزو پرمختګونو په باب خبرې وکړې.
امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خوښي څرګنده کړه ویې ویل: اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: چین ته د انارو او جلغوزیو صادرات او په مس عینک، واخان دهلېز او نورو برخو کې د پانګونې پرمختګ د اسلامي امارت د پورتني سیاست روښانه بېلګې دي.
متقي څرګنده کړه: په سيمه کې وروستي پېښې او پرمختګونه افغانستان او چين ته اړتيا لري چې په پوره همغږۍ سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، ترڅو دواړه هېوادونه خپلې ګډې ګټې په ښه توګه خوندي کړي.
جاو شنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه مثبت او باثباته وبلل زیاته یې کړه: هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات سوداګر او پانګوال وهڅوي چې له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو په موخه خپل رول ولوبوي.
د چین سفیر همداراز زیاته کړه: دوی د واخان په مسله کې د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات څېړي او هڅه کوي چې په دې لاره کې له افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د پیغام پای/
Your Comment