AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۶ ۱۵:۴۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85711118
T T
۰ Persons

Tags

یونیسف: تېر کال تر ۵۰۰ ډېر افغان ماشومان د ناچاودو توکو له امله وژل او ټپیان شوي دي

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په تېر کال کې تر ۵۰۰ ډېر افغان ماشومان د ناچاودو توکو له امله وژل او ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو نن یکشنبه د مرغومی په ۱۶مه د دغه سازمان په ایکس پاڼه کې ولیکل: په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو او د جګړو چاودېدونکو توکو د پاتې شونو له امله وژل یا ټپیان شوي دي.

خبرځاى زياته کړه: تيرکال يونيسف څه دپاسه درې ميليونه ماشومانو ته د چاوديدونکو توکو د خطرونو په باب درس ورکړى و چې په هغو کې يې د پيژندلو، مخنيوي او راپور ورکولو څرنګوالى شامل وو.

 د ایرنا په وینا، تر دې مخکې یوناما هم ویلي وو، چې له څو لسیزو جګړو وروسته لا هم افغانستان د ناچاودو ماینونو له امله زیانمن شوی او ماشومان یې اصلي قربانیان دي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .