په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې غونډه لغوه شوه

کابل – ایرنا- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو تر منځ هغه غونډه چې ټاکل شوې وه په تورخم کې ترسره شي، د لغوه خبر اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند نن چهارشنبه د کب په ۲۲مه وویل: هغه غونډه چې ټاکل شوې وه نن د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیسانو او یو شمېر سوداګرو ترمنځ جوړه شي، لغوه شوې ده.

 د ایرنا د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو اعلان کړی چې نن چهارشنبه به د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشران د دواړو هېوادونو له سوداګرو سره یو ځای د تورخم بندر د پرانیستلو په اړه غونډه وکړي.

 د تورخم بندر له تېرو شلو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري تړل شوی چې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر مالي زیانونه اړولي دي.

 تر دې وړاندې هم د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو او پاکستاني لوري ترمنځ د تورخم بندر د پرانستلو په اړه دوه ځلې خبرې شوې وې، خو موفق نه وې.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .