د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د افغانستان صادرات وځنډول شول

کابل - ایرنا - پاکستاني رسنیو د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د افغان صادراتو د ځنډولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، پاکستاني رسنیو نن، د پنجشنبې په ورځ، د وری ۱۴مه، راپور ورکړ چې د تورخم بندر له لارې پاکستان ته د افغانستان صادرات د تخنیکي ستونزې له امله بند شوي دي.

پاکستاني خبریال لیکلي چې د افغانستان او پاکستان چارواکي یوازې هغه خالي موټرو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې بند پاتې وي.

د ایرنا په وینا، د تورخم بندر تیر کال د دواړو هیوادونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د زیات شوي تاوتریخوالي او سختې نښتې وروسته شاوخوا یوه میاشت تړلی و.
د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .