په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، يوه پاکستاني چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، نن دوشنبې د کب په ٢٠مه رسنيو ته وويل، چې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو له څو اوونيو نښتو وروسته د يکشنبې په ورځ په تورخم بندر کې پر دوه ورځني اوربند هوکړه وکړه.
دغه هوکړه د تورخم بندر د دواړو غاړو د قومي مشرانو په جرګه کې شوې ده. د تورخم بندر چې څه باندې ۱۵ ورځې وړاندې د پاکستان له لوري پر افغان لوري د نوې پوسته د جوړولو پر سر د شخړې له امله تړل شوی و، د خبرو تر بل پړاو پورې به تړلی وي.
د ایرنا د خبر له مخې، په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ په نښتو کې یو کس وژل شوی او یوشمیر کسان ژوبل شوی دی او د دواړو لورو په سلګونو کورنۍ د جنګ له امله بې ځایه شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment