AP ۱۴۰۳ وږی ۶ ۲:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85579554
T T
۰ Persons

Tags

د تورخم په ګمرک کې د نکاح خط او جعلي جوازونه کشف او ضبط شول

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د تورخم په ګمرک کې د جعلي نکاح خط او جوازونو د ضبطولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د مالیې وزارت چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تورخم د ګمرک د تصفیې ریاست کارکوونکو په یوه وارد شوي سوداګریز کارګو کې چې سوداګریز ملکیتونه په کې وو، د واده یو شمېر جعلي سندونه او جوازونه کشف او ضبط کړي دي.

خبرځاى زياته کړه: جعلي اسنادونه په مهارت سره په کارګو کې ځای پرځای شوي وو چې په هغو کې ٢٠٢ جعلي نکاح خطونه، د موټر چلولو ٨ جوازونه چې څلور يې کورني او څلور بهرني دي او د پاکستان ٥٦ ډوله نښانونه شامل دي، په پټه افغانستان ته وارد شوي وو. د مالیې وزارت چارواکي وايي، دا مهال د هېواد ټول ګمرکونه د نشه يي توکو او ممنوعه توکو جدي څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه ډول توکي صادر او وارد کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .