حماس او اسلامي جهاد: امریکا ثابته کړه چې د فلسطین د جګړې او نسل وژنې مستقیم ملګری دی

کابل- ایرنا- حماس او دفلسطین داسلامی جهاد غورځنګونو په غزه کې دامریکا له خوا د اوربند دتړون دپریکړه لیک مسوده ویټو کول دفلسطین دخلکو د نسل وژنې د دوام لپاره له صهیونیسټ رژیم څخه ددغه هیواد دملاتړ نښه وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د چارشنبې په شپه د امنیت په شورا کې د غزې د جګړې د ختمولو لپاره د امریکې د متحده ایالاتو د اقدام د ویټو کولو په غبرګون کې یوه بیانیه خپور کړ. 

 د اسلامي جهاد په بیانیه کې راغلي دي: د امریکې د حکومت لخوا په امنیت شورا کې د غزې په تړانګه کې د اوربند د پریکړه لیک د شنډولو لپاره د ویټو استعمال په ډاګه څرګنده کړه چې دا د امریکې حکومت دی چې د فلسطینی ملت د نسل وژنې د جنایتونو مدیریت کوي او د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټي نازي پوځ جنایتونه څارنه کوي.

 د حماس غورځنګ هم د امریکې د ویټو د غندلو په ترڅ کې ټینګار وکړ: امریکا ثابته کړه چې د فلسطین د ملت په خلاف په تیری کې مستقیمه شریکه ده او په مستقیمه توګه د دغه ملت د نسل وژنې او د نژادی پاکونې د جنګ مسووله ده.

 حماس زیاته کړه: د امریکا دغه اقدام یو دښمنانه دریځ او د نړیوالې ټولنې د ارادې او د غزې په تړانګه کې د جنګ د دوام د ملاتړ خلاف دی.

 د امریکا متحده ایالاتو د اسرائیلي رژیم په ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لسو غیر دایمي غړو د پریکړه لیک مسوده ویټو کړه چې په غزه کې یې د سمدستي، غیر مشروط او دایمي اوربند او د ټولو اسیران د خلاصون غوښتنه کړې وه.

 په دغه رایه اچونه کې چې د امنیت شورا په غونډه کې پر ځايي وخت د چهارشنبې په سهار تر سره شوه، د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ غړو یې د وړاندیز شوي پرېکړه لیک مثبت رایه ورکړه. د امنیت شورا هیڅ یوه غړي هم دغه پریکړه لیک رد نه کړ، خو امریکا په منفي رایه سره ویټو کړ.

 الجزایر، اکوادور، جاپان، موزمبیق، مالتا، سویلي کوریا، سیرالیون، سلوانیا، سویس او ګویان په ګډون د امنیت شورا لسو ټاکل شویو غړو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې وه چې په غزه کې یې د سمدستي، غیر مشروط او بې قید دایمي اوربند پریکړه لیک غوښتنه کړې وه.

 د ګویان هیواد د امنیت شورا له غیر دایمي غړو څخه غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لسو غیر دایمي غړو په مشرۍ د غزې تړانګې د اوربند مسوده دې په نیلي رنګ بدله کړي او رایه اچونه تر چهارشنبه د نوامبر ٢٠ مه وړاندي ترسره شي.

 دا څلورم ځل دی چې امریکا په غزه کې د اسرائیلي رژیم په ملاتړ د اوربند مسوده ویټو کوي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .