په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د جمعیت هلال احمر افغاني رییس شیخ شهاب الدین دلاور چې د پنجشنبه ورځ د کب په نهمه د لویې جرګې په تالار کې د شیعه ټولنه یوې غونډې ته وینا کوله، وویل: نن په افغانستان کې ژبني، سمتي، مذهبي او قومي تعصبونو ته ځای نشته.
هغه زیاته کړه: که موږ د یووالي لپاره لاسونه سره یو نه کړو، دښمن به په سنګر کې ناست وي او هڅه به وکړي چې موږ په مختلفو عنوانونو سره جلا کړي.
دلاور د بهرنیو کړیو هغو تبلیغاتو ته په اشارې سره چې ادعا کوي په افغانستان کې لوی بدلون راځي، وویل: ځینې کړۍ وايي چې سږ کال به په افغانستان کې لوی بدلون راشي؛ بلاخره، دا لوی بدلون څه شی دی چې دوی یې په تمه دي؟
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د شیعه ټولنه عالي کمیسیون د لویې جرګې په تالار کې د ملي یووالي د ساتلو او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په خاطر یوه ستره غونډه وکړه.
په دې کتنه کې د حکومت د اقتصادي چارو مرستيال ملا عبدالغني برادر له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبليغاتو باور ونه کړي، ځکه له منفي تبليغاتو څخه د سني او شيعه وېشلو لپاره کار اخلي او له دې موضوع څخه د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.
د پیغام پای/
Your Comment