کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن (دوشنبې د سلواغې ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې د هېواد د اهل تشیع علماوو او مخورو سره د سرپرست دولت د اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې د اسلامي امارت مسوولين د خلکو خدمت او د شيعه ګانو د ستونزو حل کول خپل مسووليت او وياړ ګڼي.
د سرپرست دولت اداري مرستیال د ملت او نظام ترمنځ د ټینګو او پیاوړو اړیکو په رامنځته کولو کې د علماوو او مشرانو رول مهم وباله.
مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړه چې اسلامي امارت متوازن پرمختګ ته ژمن دی او په ټول افغانستان کې د امکان تر حده پراختیايي پروګرامونه په لاره اچوي.
د دغه کسانو له ډلې باذل وویل چې شیعه ګان د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه نظر لري او په ټولو برخو کې د سپیڅلي اسلامي نظام ملاتړ کوي.
نوموړي د افغانستان د سرپرست دولت له مسوولينو وغوښتل چې په لرو پرتو ولايتونو او سيمو کې د پرمختيايي پروګرامونو د پيلولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
باید وویل شي چې د امریکا اشغال له پای ته رسېدو سره په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو مسایلو ته لمن وهل پای ته رسېدلي او ورځ تر بلې د ورورولۍ او همپالنې نښې څرګندیږي.
د پیغام پای/
Your Comment