AP ۱۴۰۳ وری ۱۲ ۱۱:۲۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85431371
T T
۰ Persons
د افغانستان په اسلامي نظام کې قومي، مذهبي، سمتي او ژبنیو اړیکو ته هېڅ ځای نشته

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د افغانستان په اسلامي دولتي نظام کې قومي، سمتي، ژبني او مذهبي تړاوونو ته ځای نشته او خلک په ګډه په سوله او امنیت کې ژوند کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت د رسنیو دفتر شنبې د وري ۱۱ مه د اهنګران په جومات کې د دغه ولایت د والي عبدالله سرحدي د وینا کولو خبر ورکړی دی.

سرحدي چې په دغه جومات کې د علماوو او مشرانو په يوه ستره غونډه کې خبرې کولې، د روژې په مبارکه مياشت کې په جوماتونو او تکيه خانو کې د ديني مراسمو په ترسره کولو کې د هر اړخيز امنيت په اړه ډاډ ورکړ.

والي دا هم و ویل: د افغانستان په اسلامي دولتي نظام کې هېڅ قومي، سمتي، ژبني او مذهبي تړاو ته ځای نشته او خلک په ګډه په سوله او امنیت کې ژوند کوي.

د هغه په وينا، په جوماتونو او تکيه خانو کې د ديني او مذهبي مراسمو د تر سره کولو او د قدر د شپې د راژوندي کولو په موخه د شپې په اوږدو کې عمومي امنيت تامين شوى او د دې سيمې د اوسېدونکو لپاره هېڅ ډول امنيتي اندېښنه نشته.

د اعلامیې له مخې د روژې د مبارکې میاشتې په شپو او ورځو کې به د بامیان والي په شخصی ډول د بامیان ولایت د مرکز، جوماتونو او سرپناهونو امنیتي وضعیت وڅاري، تر څو د بامیان ښاریان وکولی شي، د قدر شپه او مذهبي مراسم په سوله او ارامۍ کې ترسره په عبادت او لمانځه سره ولمانځي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .