په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د مرغومی په ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم او د تخار ولایت د اوبو او انرژي رئيس سراج الدین وهاج د چین هېواد د توریا شرکت له رئيس او مل پلاوي سره وکتل.
د توریا شرکت رییس د کوکچې پر سیند باندې د برېښنا بند جوړولو په موخه د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه. همداراز د دغه وزارت تخنیکي ټیم او د تخار ولایت د اوبو او انرژي رئيس د نوموړي شرکت د پانګونې د هرکلي ترڅنګ په دې برخه کې د هر ډول همکاري ژمنه وکړه.
د ایرنا په وینا، کوکچه سمندر د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالیو له یخچالونو څخه سرچینه اخلي او د افغانستان یو له مشهورو سمندرونو څخه دی.
د پیغام پای/
Your Comment