په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن دوشنبه د کب په ۶ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت د د انرژي معین ملا عبدالهادي یعقوب د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د توسعه برق آریانا او اطلس مهدیار آسمان هشتم ایراني شرکتونو او د مډرن نور اطلس برېښنا رسوني خدمتونو افغاني شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
نوموړو شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا انرژي پروژو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
د انرژي معین د لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې د نوموړو شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ له ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
نوموړي د يادو شرکتونو له مسوولينو سره ژمنه وکړه، چې د پانګونې په برخه کې به همکاري کوي.
د ایرنا په وینا، افغانستان اوس مهال شاوخوا ٢٠ سلنه د اړتیا وړ بریښنا په داخل کې تولیدوي او پاتې ٨٠ سلنه له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.
د پیغام پای/
Your Comment