ایراني پانګوال د افغانستان د انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه کوي

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژي په پروژو کې د ایراني پانګوالو د پانګوني لېوالتیا اعلام وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور تیره ورځ په کابل کې د «ایران ترانسفو» تر نامه لاندې د آلماني/ ایراني شرکتونو د یوې ټولګې له مسؤلینو سره وکتل.

 د نوموړي شرکتونو د ټولګې مسؤلینو د خپلو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، لېواله دي چې په افغانستان کې د انرژي د تولید پروژو، د انرژي شبکو د پراختیا او د برېښنا شبکو د اړتیا وړ تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې پانګونه وکړي.

منصور د نوموړو شرکتونو د ټولګې د لېوالتیا هرکلی وکړ او یادونه یې وکړه، چې غوره ده چې د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو د پروژې د تشخیصولو، د پانګونې د څرنګوالي او نورو اړینو همغږیو په هکله هوکړې ته ورسي او تر هغه وروسته، وروستي کړنې د یو بل په توافق سره تر لاس لاندې ونیول شي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .