کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور نن (چهارشنبې د وږي ۲۲ مه) د چینايیي چیندو شرکت او هریرود ودانیز شرکت له استازو سره کابل کې لیدلي دي.
د دواړو شرکتو استازو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست هم د دغه شرکتونو لېوالتیا څخه ستاینه کړې او یاد وزارت ته یې دنده سپارلې، چې له دغه شرکتونو سره په ګډه د لمریزې برېښنا د تولید برخه کې کار پیل کړي.
د پيغام پای/
Your Comment