په کابل کې د برېښنا او اوبو د کمښت د حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته شوي دي

کابل- ارنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي په کابل کې د برېښنا او اوبو د کمښت د حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن دوشنبه د سلواغه په ۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د کابل له والي امین الله عبید د ګذر وکیلانو او د دغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

 په دغه لیدنه کې والي، وکیلانو او د کابل قومي مشرانو د وزارت د رهبري کړنې وستایلې او خپلې ځیني ستونزې او وړاندیزونه هم له نږدې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

 د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې یادونه وکړه چې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان د خلکو خدمتګاران دي او له دغه ډول برنامو څخه چې خلک وکولای شي په مستقیم ډول خپلې ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې، هرکلی کوي.

 منصور د کابل ولایت د برېښنا د کموالي ستونزې په هکله ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت ښې برنامې تر لاس لاندې نیولې دي.

 هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا پروژه بشپړه او له شبکې سره ونښلول شوه او له ترکمنستان څخه تر ارغندۍ پورې د لېږد مزي پروژې چارې هم په ښه توګه روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د کابل او ګاونډویو ولایتونو د برېښنا د کموالي ستونزه هواره شي.

 د اوبو او انرژی وزارت سرپرست په کابل ښار کې د اوبو سرچینو د کموالي ستونزې په هکله هم یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت په دې برخه کې ډېرې کړنې ترسره کړې او په دې برخه کې د شاه او عروس بند بشپړ او د للندر شاتوت بند پروژه هم د راتلونکي کال په بودجه کې شامله شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې هم بشپړې شوې او د بودجې او نورو اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي کې چارې پيل شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د اوبو او برېښنا نشتوالی د افغانستان د پلازمېنې د اوسېدونکو له عمده ستونزو څخه دی.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .