کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او برېښنا وزارت نن(پنشنبې د تلې ۲۷ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې کابل ښار ته د پنجشېر ولایت د اوبو د لېږد په اړه د اوبو او برېښنا وزارت تخنیکي معینت ناسته کړې ده.
په دغه ناسته کې د پنجشېر ولایت له سیند او د شاه و عروس اوبو بند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په اړه خبرې اترې وشوې.
د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو ویلي، په نېږدې راتلونکې کې به کابل ته د پنجشېر ولایت څخه د اوبو د لېږد پروژې ډیزاین تکمیل شي.
د پیغام پای/
Your Comment