په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژی وزارت چارواکو نن سه شنبه د مرغومی په ۱۸ مه په یو خبر کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د نیروی برق دیبا شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
دواړو خواوو له بېلابېلو سرچينو څخه د انرژۍ د توليد په پروژو کې د پانګونې په اړه بحث وکړ.
دغه ایراني شرکت مسؤلینو وویل، لېواله دي چې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د انرژي د تولید پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ، او له هغوی څخه یې و غوښتل چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د ټاکلو او د پانګونې د څرنګوالي په هکله همغږي وکړي.
منصور زياته کړه، چې د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ تر همغږیو وروسته، د هوکړه لیک د لاسلیکولو او د عملي ګامونو د پلي کولو په برخه کې به وروستي اړین اقدامات ترسره شي.
د ایرنا د خبر له مخې، په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمینځ سیاسی، کلتوری او اقتصادی اړیکې د پراختیا په حال کې دی.
د پیغام پای/
Your Comment