AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۵ ۱۵:۴۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85314075
T T
۰ Persons
له کندهار څخه نړیوالو بازارونو ته ۵۳ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې

کندهار- ایرنا- د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې نړیوالو بازارونو ته د ۵۳ زره ټنه وچې مېوې د صادرولو خبر ورکړی دی.

کندهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالباقي بینا نن (چهارشنبې د لیندۍ ۱۵ مه) ویلي، چې د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې ۵۳ ټنه وچه مېوه له دغه ولایت څخه و نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.

ښاغلي بینا زیاته کړې: د دومره اندازې وچې مېوې په صادرولو سره کابو ۱۸۱ میلیون ډالره عواید تر لاسه شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر په وینا، دغه وچې مېوې پاکستان، هند، چین، دبۍ، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .