AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷ ۱۵:۴۵
Journalist ID: 5513
News ID: 85294749
T T
۰ Persons
له کندهار څخه د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت انا صادر شوي دي

کندهار- ایرنا- د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې ریاست له دغه ولایت څخه د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د انارو د صادراتو خبر ورکړی دی.

کندهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې ریاست چارواکو نن(شنبې د لړم ۲۷ م) ویلي، روان کال تر اوسه پورې ۴۸ زره او ۳۸۰ ټنه انار چې ټولیز قمیت یې ۲۰ میلیون ډالره کېږي له کندهار څخه پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې  ریاست د چارواکو په وینا، اټکل کېږي چې روان کال به ۲۸۰ زره ټنه انار د دغه ولایت له باغونو راټول شي.

د ویلو ده، چې په افغانستان کې ۴۸ ډول انار تولیدېږي، چې د کندهار بې دانې انار یې تر ټولو خواږه او په زړه پورې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .