افغانستان به له طالبانو وروسته وجود ونه لري/ویانا غونډې ګډونوال د ملت له خوا رد شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د ملی دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو ستر درستیز د ویانا غونډې ته په غبرګون کې وویل: له طالبانو وروسته افغانستان وجود به ونه لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو ستر درستيز فصيح الدين فطرت نن پنجشنبه د کل په دويمه په کابل کې د محمد داوود خان روغتون د څلورو روغتيايي مرکزونو د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د وياړ ځاى دى چې نن موږ په داسې ځاى کې د روغتيايي مرکزونو د پرانستلو شاهدان يوو چې د افغانانو د وژلو پلان يې جوړ کړى و.

هغه زیاته کړه: هغه کسان چې په ویانا کې د «افغانستان  وروسته  له طالبانو» تر سرلیک لاندې غونډه کوي او د اوسني نظام پر ضد په دسیسو بوخت دي، باید پوه شي چې د ملت له خوا رد شوي او د افغانستان دښمنان به خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي چې د دغه متحد ملت او هیواد د ویشلو په لټه کې دي.  د افغانستان وروسته له طالبانو به شتون ونه لري.

فطرت ویلي: لکه څنګه چې مجاهدین شل کاله د بهرنیانو په وړاندې جنګیدلي، د اسلامي امارت ساتنه به کوي.

 د ایرنا په وینا، یو شمېر سیاسي جریانونو، ښځو، مدني او فرهنګي فعالانو او حکومت ضد څېرو د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت وروسته له طالبانو او له اوسني وضعیت څخه د وتلو د لارې نقشې په اړه خبرې وکړې.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .