د هېواد دفاعي ځواکونه زموږ د ملت لپاره د الهام او امید سرچینه ګرځېدلې ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ ستر درستیز وویل: د افغانستان دفاعي ځواکونه د خلکو د خدمت لپاره په خپلو ژمنو سره زموږ د ملت لپاره د الهام او امید سرچینه ګرځېدلې ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن سه شنبه د تله ۳ مه د وسله وال پوځ د ستر درستیز قاري فصیح الدین فطرت په حضور د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه د ۵۵۰ تنو ځوان منسوبینو د فراغت اعلان وکړ. 

 ستر درستیز د امنیت په تامین او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې د ملي اسلامي اردو د سربازانو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په یادولو سره وویل: د هېواد دفاعي ځواکونه د خدمت کولو د ژمنې له امله زموږ د ملت لپاره د الهام او امید سرچینه ګرځېدلې ده.

خبرځاى زياته کړه: په دې مراسمو کې يو شمېر مسوولينو هم په خپلو خبرو سره فارغانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .