په تېرو پنځو میاشتو کې د برېښنا د تولید ۲۰۶ نوي قراردادونه لاسلیک شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت اجرایوي رییس وايي: په تېرو پنځو میاشتو کې د برېښنا رسولو د بېلابېلو پروژو لپاره د څه باندې ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰۶ نوي تړونونه لاسلیک شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر چې نن یکشنبه د سلواغه ۲۸مه یې د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: برشنا شرکت په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۳،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰۶ نوي تړونونه لاسلیک کړي دي.

هغه زیاته کړه: له ازبکستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د انتقال د پروژې کار چې د ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د انتقال ظرفیت لري، په دوو برخو کې له دوو شرکتونو سره قرارداد شوی او دا مهال یې کار په بشپړ ډول روان دی.

د عمر په وينا، برشنا شرکت هڅه کوي چې دغه پروژه د ١٤٠٤ کال تر پايه بشپړه کړي.

 د برشنا شرکت اجرائیوي رئیس څرګنده کړه: د کاسا ۱۰۰۰ لویې سیمه ییزې پروژې کار د نړیوال بانک له خوا پیلېږي او تمه ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې دغه پروژه بشپړه شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا ۸۰ سلنه برېښنا د ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هېوادونو واردوي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .