په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا ویاند حکمت الله میوندي نن دوشنبه د لیندۍ په ۵ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون د برشنا شرکت د اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د تاجکستان د برق سهامي شرکت(برق تاجیک) له رییس سره محمد عمر عسازاده په ترکیه کې لاسلیک شول.
د ایرنا د راپور له مخې افغانستان د خپلې اړتیا ۷۰ سلنه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو لکه ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه اخلي.
د پیغام پای/
Your Comment