د یکاولنګ نمبر ٢ ولسوالۍ د ۹۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوه

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت د یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ له ۹۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د بامیان ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست چارواکو نن یکشنبه د سلواغه ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د CWSA موسسې له طبیعي پیښو سره د مبارزې له ملي ادارې سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ په یکاولنګ نمبر ٢ ولسوالۍ کې له ۹۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو سره مرسته وشوه.

خبرپاڼه زیاتوي: په ټولیز ډول پر ۹۰۰ کورنیو دوه میلیونه ۶۲۸ زره افغانۍ ویشل شوي دي.  په پام کې ده چې دغه کورنۍ په راتلونکو دوو میاشتو کې د CWSA د ژمنیو نغدي مرستو تر پوښښ لاندې راشي.

د ایرنا د راپور له مخې، دوه میاشتې مخکې د بامیان ولایت د یکاولنګ په ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه چې هرې کورنۍ لپاره ته څه باندې ۲۱ زره افغانۍ وه.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .