AP ۱۴۰۳ کب ۲۰ ۱۹:۵۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85774748
T T
۰ Persons

Tags

په کابل کې۹۴ اړمنو کورنیو ته څه باندې ۲۸ زره ډالره نغدي مرسته وشوه

کابل – ایرنا – د کابل ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له ۹۴ کورنیو سره نغدي مرسته وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د کابل ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولینو نن یکشنبه د کب ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-Habitat موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند ۹۴ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

 په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۳۰۰ ډالر نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال ٢٨ زره او ٢٠٠ ډالر د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړي شوي وو.

 د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(OCHA) اعلان کړی چې دوی سږ کال تر یو میلیارد ډالرو زیاتې مرستې ته اړتیا لري، څو له ۱۴ میلیونو ډېر اړ افغانان تر پوښښ لاندې راولي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .