په کابل کې د ايرنا خبري آژانس د خبريال د راپور له مخې، د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست دوشنبه د لړم ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره وکتل.
دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو پر ښه والي او د بشري او پرمختیايي مرستو پر دوام خبرې وکړې.
په کابل کې د جاپان سفير د نشه يي توکو له کښت سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د مبارزې قدرداني وکړه او د اقتصاد وزارت سرپرست ته يې د اقليمي بدلون او طبيعي پېښو له زيانمنو شويو کسانو سره د ٧،٦٣ ميليونه ډالرو د مرستې اعلان کړ او د افغانستان د تاریخي اثارو او زیرمو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یې د خپلو همکاریو یادونه هم وکړه.
د اقتصاد وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ، د جاپان له لوري د بشري مرستو د دوام هرکلی وکړ.
د اقتصاد وزارت سرپرست د فقر د کمولو او د اقتصادي تولیداتو د زیاتوالي لپاره د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت د پروګرامونو په پلي کولو تينګار وکړ او د دوامداره او متنوع کرهنیز پرمختګ د خوراکي محصولاتو د زیاتوالي، په کلیوالي سیمو کې د خوړو د خوندیتوب د ښه والي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په ټولیز ډول د سیمه ییز اقتصاد د ښه والي لپاره مهم وبلل.
حنیف له زیانمنو سیمو او طبیعي پېښو ځپلو خلکو سره د جاپان د بشري مرستو دوام د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو، د خوراکي توکو د خوندیتوب او د روغتیا په ښه والي کې ګټور وباله او د اغیزمنو سیمو د اقتصادي زیربناوو په بیارغونه او پیاوړتیا باندې د تمرکز او همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو د کار فرصتونه رامنځته شي او د اغیزمنو سیمو اقتصادي او ټولنیز ثبات سره مرسته وکړي.
د ایرنا د راپور له مخې، جاپان له دې مخکې له افغانستان سره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لس میلیونه ډالره مرسته کړې وه.
د پیغام پای/
Your Comment