په کندوز کې له ۶۰ څخه زیات روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته راستانه شول

کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په کندوز ولایت کې د ۶۶ روږدو کسانو د درملنې وروسته د هغوی کورنیو ته د راستنیدو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه، د وری ٧مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د کندز امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت ۶۶ تنه روږدي کسان چې پخوا یې د یاد ولایت له بېلابېلو برخو راټول کړي وو او د یاد ولایت د روږدو د درملنې او لاسنیوي په کمپ کې بستر وو، له درې میاشتنې بستر، درملنې او ژمنې اخېستو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د ایرنا په وینا، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د روږدو د درملنې په یاد مرکز کې تراوسه ۳۵۰۰ روږدي درملنه شوي او اوسمهال د ۵۰۰ تنو درمنله روانه ده.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .