په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو سه شنبه د لیندۍ ۱۳ مه وویل د بدخشان ولایت مرستیال د یوناما له سیاسي مرستیال سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د نشه يي توکو پر وړاندې د جدي مبارزې، د خصوصي سکتور د ملاتړ او ودې، د پولو د امنیت د تامین، د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره د لا زیاتې همغږۍ، بزګرانو ته د بدیل معیشت د برابرولو او د اقتصادي فعالیتونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې، سږ کال په بدخشان ولایت کې په زرګونو جریبه د نشه ایزو موادو کرل شوې ځمکه له منځه تللې ده.
د پیغام پای/
Your Comment