په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل: افغانستان ته استول شوې بشري مرستې په ځانګړې توګه د دغه هیواد خلکو ته د رسیدو لپاره وې، نه طالبانو ته.
هغه زیاته کړه: دا مرستې په سیستماتیک ډول تنظیم شوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی د افغانستان خلکو ته رسیږي.
د ایرنا په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پرون وویل چې له اسلامي امارت سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې ادعا په بشپړه توګه دروغ ده او موږ یې په کلکه ردوو.
هغه ویلي وو چې حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.
فطرت ټینګار کړی چې اسلامي امارت له امریکا نه هیڅ تمه نه لري او نه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
د پیغام پای/
Your Comment