په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جمعې په ورځ د مرغومی په ۷مه په پکتیا ولایت کې د یودغونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: اجازه مه ورکوئ چې د دوحې د تړون په اړه هیچا ته فریب ورکړي، په دوحه او قطر کې اسلامي امارت له امریکایانو سره ژمنې وکړې، خو دا ژمنه دا نه وه چې زموږ نظام به څه ډول وي.
هغه زیاته کړه: په تېرو شلو کلونو کې هر هغه چا چې د امریکا او ناټو لپاره کار کړی د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته عفو شوی دی. که څوک عسکر وي او که د پارلمان غړی، هیڅ مجاهد ورسره هیڅ کار نه لري، هغه تعهد د امریکایانو د وتلو د وخت د ټاکلو په موخه وه.
د ایرنا د راپور له مخې، امریکایانو په ځلونو ادعا کړې چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې د لویدیځ د بشری حقوقو ارزښتونه به مراعات کوی خو واک ته له رسیدو وروسته یې له دغو ژمنو سرغړونه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment