په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخ؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي دوشنبه د مرغومی میاشتې په ۳مه په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي ټاکل شوي سفارت سرپرست سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مشرتابه پلاوي په تعارفي غونډه کې خبرې کولې، وویل: امریکا او لویدیځه نړۍ په ځانګړې توګه ناټو زموږ پر وړاندې په وسله واله جګړه کې نه ده، بلکې له موږ سره په سیاست او اقتصاد کې په جګړه بوخته ده؛ نو په دې اساس د زموږ او ایران دښمن یو دی. دا د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې خپل دوستانه اړیکې ژورې او نږدې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: اوس مهال د ایران او اسلامي امارت تر منځ پوله څه باندې ۹۰۰ کیلومتره اوږده ده، تر کومه چې ما مطالعه کړې، دا د دواړو مسلمانو هیوادونو تر منځ یوه له خوندي پولو څخه ده او کومه لویه پیښه هلته موجود نه دی.
نوموړي په افغانستان کې د غربي حضور د منفي پایلو په اړه وویل: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې د هېواد په ولایتونو کې د جګړو له امله هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه او اوس د اسلامي امارت په واک کې د جګړې له امله څخه د مرګ ژوبلې مخه نیول شوې ده.
په دغه کتنه کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت نوی مشر علیرضا بیګدلي ډاډ ورکړ چې د دواړو هیوادونو ترمینځ تجارتی، اقتصادی، ټرانزیټی او سیاسی اړیکې به لا پراختیا ومومي.
د پیغام پای/
Your Comment