AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۱۰:۴۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85502805
T T
۰ Persons

Tags

ایراني پانګوال د افغانستان په کانونو پانګونه کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۱۰:۴۴
News ID: 85502805
ایراني پانګوال د افغانستان په کانونو پانګونه کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان په کانونو په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې د ایراني پانګوالو د پانګونې خبر ورکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ایران اسلامي جمهوریت د اسماري ګروپ له مشر مصطفی ذاکر سره په کابل کې وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي: د دغه شرکت مشر مصطفی ذاکر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د هېواد په کانونو په تېره بیا د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده ویې ویل، ډېر ژر به د هرات د سمندري حوزې د کشکه په درې بلاکونو کې د پانګونې پروپوزلونه تر تیب او وړاندې کړي.

د اسماري ګروپ رییس ژمنه وکړه چې د تجربو د انتقال او د انجینرانو د پوهې د کچې د لوړولو په موخه به یو روزنیز مرکز جوړ کړي او په دې برخه کې یې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره کړي او له ټولو بهرنیو پانګوالو څخه هیله کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .