په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه د مرغومی په ۱۶مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د سالنګ له لویې لارې د واورو د پاکولو عملیات پیل شوي او دوام لري.
ده زياته کړه: د سالنګ لويه لاره چې د زياتې واورې د اورښت، توفان او د ليدني محدوديت له امله د ټولو موټرو پرمخ تړل شوې وه، اوس يې د واورو د ليرې کولو او پاکولو عمليات پيل شوي او دوام لري.
د حق شناس په وينا، د دې لويې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورې ضخامت توپير لري او د جنوبي سالنګ په ځينو سيمو کې دوه متره او ٣٠ سانتي متره او په شمالي سالنګ کې دوه متره او ٩٩ سانتي مترو ته رسېدلى دى.
د فواید عامې وزارت ویاند څرګنده کړه: د واورو د پاکولو د عملیاتو له بشپړیدو وروسته که چیرې خلکو او موټر چلوونکو ته خطر ونه رسیږي، د سالنګ لویه لاره به یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د ایرنا په وینا، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ٢٧ ولايتونو کې د سختو واورو ورېدو له امله زياتره لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي.
د پیغام پای/
Your Comment