په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په تېرو څو ورځو کې په سالنګونو کې د واورې اورښت او توفان جریان لري له بلې خوا د ياد مسير فرعي لاره د واورې او کنګل له امله د زیاتې ترافیکي ګڼې ګوڼې وړتیا نه لري، نو په همدې اساس دغه لویه لاړه تر ١٤ ورځو وتړل شوه.
هغه زياته کړه: د هيوادوالو د ځان او مال د ساتنې او زړه بوږنونکو پېښو څخه د مخنيوي په موخه، د سالنګونو لویه لاره د لویو مسافروړونکو وسایطو لکه (۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مرسډیز، فلانکوچ، تونس، لوی نظامي وسایط او نورو هر ډول بار وړونکو وسایطو) پرمخ د روان کال د جدي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې وتړل شوه.
د ایرنا د راپور له مخې، د سالنګ لویه لار د هېواد ۹ شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي.
د پیغام پای/
Your Comment