د هوا پېژندنې ادارې خبرداری، په ۱۴ ولایتونو کې به سخت بارانونه او سېلابونه راشي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په راتلونکو دوه ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن چهارشنبې د غبرګولي ۳۰ مه سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابونه راووځي.

دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشیر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او بامیان ولایتونه به د اورښت شاهدان وي.

دغه راز یاد رياست زياته کړې ده چې د سالنګ په ګډون په شمالي، لوېديځو، سویلي او مرکزي ولايتونو کې هم د سختو بادونو د ورېدو امکان شته.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .