په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکو نن یکشنبه د مرغومی ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل د طالبانو د دیني ټولنې د فراغت په مناسبت د دغه وزارت د سرپرست مولوي ندا محمد ندیم وینا ګډون او وینا وکړه.
هغه د علم او پوهې په ارزښت په تېره بيا په ټولنه کې د ديني علومو د اړتيا په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: هغه وخت مسلمانان په قوت کې دي چې تعلق یې د دین سره وي، د دین سره تعلق دا په علم سره کیږي.
هغه زیاته کړه، که تاریخ ته وګورو کفار تل په دې هڅه کې دي چې په مسلمانانو کې اتحاد او اتفاق له منځه یوسي خو چا سره چې علم وي د کفارو دسیسې او پلانونه بیا په هغوی اغېز نه شي کولای.
د ایرنا په وینا، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امريکا له لوري پر افغانستان د شل کلن اشغال په ترڅ کې د افغانانو تر منځ قومي، سمتي او مذهبي اختلافات اوج ته رسېدلي وو.
د پیغام پای/
Your Comment