AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۰ ۱۸:۳۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85705428
T T
۰ Persons

Tags

د کابل او انقرې چارواکو د علمي او اکاډمیکو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او د ترکیې د سفارت سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تحصیلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم نن دوشنبه د مرغومی ۱۰ مه په کابل کې د ترکیې د سفارت له سرپرستې جنګ اونال سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او اکاډميکو همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې. ندا محمد ندیم وویل: افغانستان له جګړو راوتلی هېواد دی او په بېلابېلو علمي او تحصیلي برخو کې لا همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه د افغانستان په پوهنتونونو کې د لېسانس او فوق الېسانس برنامو د ځواکمنتیا او تدریس په برخه کې د ترکیې هېواد همکاري اړینه وبلله او له خپله اړخه یې د ترکیې سفیر ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

 له بلې خوا د تركيې رئيس د افغانستان د لوړو زده كړو له وزارت سره د خپل هېواد د مرستو يادونه وكړه او د تحصيلي برنامو د پراختيا لپاره يې خپل پلانونه وړاندې كړل.

اونال وویل: ترکیه چمتو ده چې د لوړو زده وزارت د پوهنتونونو د ودې او پرمختک لپاره هڅې وکړي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .