په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ نن چهارشنبه د مرغومی په ۵ مه وویل د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دوشي ولسوالۍ په جامعه رازقیه مدرسه کې د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت په علمي او پراختیایي چارو کې د پرمختګ هڅې پیل کړي چې په تدریجي ډول به د ولس ستونزې حل شي.
عبدالکبیر څرګنده کړه، د اشغال پرمهال د اسلامي امارت غړو له مرګ او زندان پرته بل انتخاب نه درلود، خو د ولس د قربانیو په پایله کې اسلامي نظام حاکم او د پخوانیو او وروستیو شهیدانو ټولې هیلې تر لاسه شوي دي.
هغه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې صالح مجاهدین د اسلامي امارت مشران وروڼه وبلل وې ويل، اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او ټول عمر به خپلو اصولو ته پابند پاتې شي، پر اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده.
مولوي عبدالکبير زياته کړه: د تېر حکومت سرتېري عفو شوي او په پوره ډاډ سره ژوند کوي. په همدې حال کې د امر بالمعروف، نهې عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت مرستیال فقیر محمد محمدي فارغ شویو علماؤ ته د فراغت مبارکي وویله او د ځوان نسل لپاره يې د دیني او نورو اړینو علومو پر زده کړو ټېنګار وکړ.
هغه زیاته کړه: علما او د پوهنتون استادان باید د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment