په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ممتاز زهرا بلوچ نن پنجشنبه د مرغومی په ٦مه د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې پاکستان د خپلو خلکو د امنیت لپاره متحد دی او دغه عملیات د افغانستان په سرحدي سیمو کې د امنیتي معلوماتو پر بنسټ او د پاکستاني اتباعو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله ترسره شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، تر دې مخکې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په قول خبر ورکړی و چې د دغو حملو هدف په افغانستان کې مشکوک شورشیان دي.
د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو او د ټي ټي پي ډلې په وار وار اعلان کړی چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پوځي اډه نه لري او د پاکستان پوځ ښه پوهیږي چې په هغه هیواد کې شتون لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم نن په کابل کې وویل: دا بریدونه په برمل ولسوالۍ کې وزیرستاني کډوالو په نښه کړي دي.
د پیغام پای/
Your Comment