AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۸ ۱۹:۳۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85694107
T T
۰ Persons

Tags

د پاکستان دفاع وزیر: د کابل او اسلام اباد اړیکې به ډېر ژر عادي شي

کابل- ایرنا- د پاکستان دفاع وزیر په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سه شنبې په ورځ «لیندۍ ۲۷» وویل: دوی د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره له هغو هیوادونو سره کار کوي چې له پاکستان او افغانستان سره ژورې اړیکې لري.

 پاکستاني رسنیو د خواجه محمد اصف له قوله ویلي چې موږ له هغو هېوادونو سره کار کوو چې له پاکستان او افغانستان سره ژورې اړیکې لري ترڅو د اړیکو په عادي کولو کې مرسته وکړي. زه باور لرم چې تاوتریخوالی به کم شي او د دواړو هېوادونو تر منځ وضعیت به ډېر ژر عادي شي.

 د ایرنا د راپور له مخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د چین د منځګړیتوب راپورونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ٢٢مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د طالبان او پاکستاني چارواکو ترمنځ وروستۍ ناستې د خبرو له لارې د ستونزو د هواري لپاره د اسلام اباد لېوالتيا ښيي. 

په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت مشر سردار احمد شکېب دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره وکتل او دواړو لورو د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

د افغانستان او پاکستان د سرپرست حکومت تر منځ اړیکې په تیرو دریو کلونو کې خړې ترینګلي شوي دی او پاکستاني چارواکو تل پر سرپرست حکومت تور پورې کړی چې له تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .