کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د میدان وردګ ولایت لرې پرتې ولسوالیو کې له پرون یکشنبې د غوايي ۹ مې او نن د غوايي ۱۰ مه سختې واورې ورېدلې دي.
دغه واورې په داسې حال کې ورېږي، چې د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې وڼو په ځانګړې توګه زردالو ونو ګل کړی او دغه کار کرونده ګر، بڼوالان، مالداران او کوچیان سخت اندېښمن کړي دي.
د ایرنا د راپور له مخې په تېرو څو اونیو کې د افغانستان زیاتره ولایتونه د سختو بارانونو او واورو او دغه راز د سېلابونو راوتلو شاهد دي چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
د پیغام پای/
Your Comment