AP ۱۴۰۲ کب ۱۶ ۱۵:۴۵
Journalist ID: 5513
News ID: 85410092
T T
۰ Persons
کونړ ولایت کې ۳۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي توکي و وېشل شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ملي دفاع وزارت په کونړ ولایت کې ۳۰ اړمونو کورنیو ته د هوایي ځواک پر مټ د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د کب ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په لارښوونه د هوایي ځواک منسوبینو د کونړ ولایت غازي آباد ولسوالۍ کې په واوره کې بند ۳۰ کورنیو ته البسه او خوراکي توکي و وېشل.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه خوراکي توکو کې اوړه، وریجې، کمپلې او نور خوراکي توکي شامل دي، چې د سیمه ییزه چارواکو په همکارۍ اړمونو کسانو کورنیو ته و وېشل شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .