AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۱۰:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85526576
T T
۰ Persons

Tags

د «هرات ماښام» د هرمندانو د ملاتړ لپاره

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۲ ۱۰:۱۱
News ID: 85526576
د «هرات ماښام» د هرمندانو د ملاتړ لپاره

هرات- ایرنا- د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان کړی دی، چې د هنرمندانو د ملاتړ په موخه د «هرات ماښام» تر نامه لاندې نندارتون جوړی کړی دی.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دوشنبې ماښام د چنګاښ ۱۱ مه د «هرات ماښام» تر نامه لاندې نندارتون د هنرمندانو د ملاتړ په موخه د علامه صلاح الدین سلجوقي په سالون کې جوړ کړ.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي احمدالله متتي وويل: د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تل له هنرمندانو څخه ملاتړ کړى او له ټولو هېوادوالو څخه هيله کوم چې دغه نندارتون ته مراجعه وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه: ښاريان هم کولاى شي د هنرمندانو په ملاتړ کې رول ولوبوي او د هنرمندانو له آثارو څخه د خپلو کورونو د سينګار لپاره استفاده وکړي.

د دغه نندارتون د تنظیم مسوول عبدالکریم ارباب زاده وویل: په دغه نندارتون کې د بېلابېلو څانګو څه باندې ۲۳۰ اثار نندارې ته ایښودل شوي، چې ډېری یې د ښځو اثار دي.

ارباب زاده زیاته کړه: اوس مهال په هرات کې د هنرونو حیثیت خورا لوړ دی او د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې وده کړې او په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون توان لري.

د ایرنا د خبر له مخې دغه نندارتون د دریو ورځو لپاره د لیدونکو لپاره پرانیستی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .