په میدان وردګ کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل- ایرنا- د میدان وردګ د امنیه قوماندانۍ ویاند اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند يوسف اسرار نن چهارشنبه د مرغومی په ١٢مه وويل: په دې ولايت کې د دوو ترافيکي پېښو له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

اسرار زياته کړه: دغه پيښې دکابل- قندهار دلويې لارې په اوږدوکې د نرخ او سيداباد ولسواليو په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.

دميدان وردګو ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وويل: په دغو پيښو کې د دوو ښځو په ګډون ٩ تنه ټپيان شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې څه د پاسه لس ټرافیکی پیښې رامینځته شوې چې له امله یې ١٣ تنه مړه او له سلو زیات ژوبل شول.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .