په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس زرک ځیرک نن پنجشنبه د لیندۍ په ۲۹مه وویل چې په دغه ولایت کې تېره شپه په دوو ترافیکي پېښو کې ۴۶ تنه مړه او تر ۸۰ ډېر ټپیان شوي دي.
زيرک د دې خبرې په څرګندولو سره چې په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، زياته کړه: لومړۍ پېښه د کابل-کندهار پر لويه لاره د غزني په مرکز کې د يوه ٥٨٠ ډوله مسافر وړونکي موټر د تېلو له ټانکر سره د ټکر له امله رامنځته شوه.
د غزني د عامې روغتيا رييس وايي: دويمه پېښه د ناني په سيمه کې د يوه مسافر وړونکي موټر او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د غزني د عامې روغتيا رييس وويل: د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و چې کابل ته لېږدول شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د لویو لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment